افغان ولسمشر محمد اشرف غني د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره ټلیفوني خبرې کړې او پر افغان سولې ورسره غږېدلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي، ښاغلي غني او ښاغلي آل ثاني نن شنبې د مرغومي ۱۳ مه تلېفوني خبرې کړې دی.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه تلېفوني مکالمه کې د قطر امیر، په یاد هیواد کې د افغانستان د مخکېني سفیر انجنیر عبدالحکیم دلیلي د وفات په خاطر ښاغلي غني او د افغانستان ولس ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب، څرګند کړل.
خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه راز دواړو لوریو د افغانستان پرسولې پروسې د بحث ترڅنګ په سملاسي اوربند ټینګار وکړ او د قطر امیر ژمنه وکړه چې حکومت به یې اوربند ته د زمینې برابرولو هڅې وکړي.
د دغې ټلیفوني مکالمې په پای کې ښاغلي غني او د قطر امیر د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا او په ځانګړي ډول د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا بحث او خبرې وکړې.
ولسمشر غني او د قطر امیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې ټاکل شوې په نېږدې څو ورځو کې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې دویم پړاو خبرې بیا په قطر کې پیل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل