۰

غزني: په نفوذي برید کې د ملي اردو ۷ سرتېري وژل شوي دي

سی شنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۷
د غزني امنیتي سرچینې تاییدوي، چې په دغه ولایت کې د یوه نفوذي برید په ترڅ کې د ملي اردو ۷ سرتېري وژل شوي دي.
غزني: په نفوذي برید کې د ملي اردو ۷ سرتېري وژل شوي دي
د غزني امنیتي سرچینې تاییدوي، چې په دغه ولایت کې د یوه نفوذي برید په ترڅ کې د ملي اردو ۷ سرتېري وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د مرغومي ۱۵مه) د غزني ښار په څنډه کې د ملي اردو په یوه پوسته کې رامنځ ته شوې ده.

ځايي امنیتي سرچینې وايي، د طالبانو یو نفوذي کس په یاده پوسته کې خپل ۷ ملګري لومړی مسموم کړي او وروسته یې په ډزو وژلي دي.

دغه امنیتي سرچینې زیاته کړې، چې برید ګر هم د ملي اردو سرتېری و، چې له برید وروسته یې ټول پوځي تجهیزات طالبانو ته وروړي دي.

په ورته وخت کې غزني کې د پوځ د درېیمې لوا ویاند علي ښکاري هم د پېښې پخلی کړی خو وايي، په دغه نفوذي برید کې د اردو دوه سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د هغه په وینا بریدګر له سیمې په تېښته بریالی شوی خو پوسته بېرته فعاله شوې او تازه دمه سرتېر په کې ځای پر ځای شوي دي.

طالبانو د پېښې مسوولیت اخیستی ویلي، چې دي، چې غزني کې یې په یوه پوسته د برید پر مهال د ملي اردو یو شمېر سرتېري وژلي او یو تن یې له تجهیزاتو سره د ځان سره بېولی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې بورن د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې هم یوه نفوذي پولیس خپل اته پولیس ملګري په ډزو وژلي و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي