د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګویترش ډنمارکۍ میتي کوندسین په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما د نوې مشرې په توګه ټاکلې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګویترېش پرون جمعه د مرغومي ۱۹ مه اعلان کړي، چې مېرمن کوندسین د یوناما د اوسنۍ استرالیايي مشرې انګرید هایدن پر ځای په افغانستان کې د ملګروملتو د سرمنشي استازې او د مرستندوی ماموریت مشره ټاکل کېږي.
اغلې کوندسین د دیپلوماسۍ، نړیوالو همکاریو او اقتصادي پراختیا په برخو کې ۲۸ کاله تجربه لري او د دې وروستی ماموریت په افغانستان کې د ډنمارک د سفیر په توګه دنده وه.
دې د ډنمارک په باندنیو چارو وزارت کې د ګڼو دندو ترڅنګ په کینیا، اریتیریا او سومالیا کې د (۲۰۱۵-۲۰۲۰) کلونو ترمنځ د سفیرې په توګه، په یونان کې په (۲۰۱۲-۲۰۱۵)، په قبرس کې په (۲۰۱۴-۲۰۱۵) کلونو او په ایتوپیا کې په (۲۰۰۴-۲۰۰۷) کلونو کې د سفیرې په توګه کار کړی.
مېرمن کوندسین دغه راز د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۴ کلونو ترمنځ په ایتوپیا کې د ملګروملتو د استازې په توګه دنده لرله.
دې د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ د ډنمارک د بهرنیو چارو وزارت د افریقايي چارو د ريیسې او د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۰ ترمنځ د کینیا په نایریوبي کې د ملګروملتو د دایمي استازې په توګه کار کړی دی.
دې د سیاسي علومو (پولیټکیل ساینس) په برخه کې د ډنمارک له ارهوس پوهنتونه ماستري اخیستې او د مدرنې یوناني ژبې دیپلوم لري.
جمهورخبري آژانس:کابل