۰

غزني کې د نوي کابلبانک یو کارکوونکی وژل شوی دی

سی شنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۸
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې غزني ولایت کې د نوي کابلبانک یو کارکوونکی طالبانو پورې تړلو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
غزني کې د نوي کابلبانک یو کارکوونکی وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې غزني ولایت کې د نوي کابلبانک یو کارکوونکی طالبانو پورې تړلو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وژل شوی کس نصیر احمد عثماني نومېږي او د نوي کابلبانک غزني څانګه کې یې کار کولو.

د غزني د پولیسو ویاند احمد خان سیرت وایي، عثماني نن سه شنبې د مرغومي ۲۳ مه سهار مهال د غزني ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې وژل شوی دی.

د هغه په وینا طالبانو پورې تړلو کسانو د بې غږه تومانچې په واسطه په داسې حال کې، چې عثماني له کور څخه د دندې په لور روان و، وژلی دی.

دی وایي، برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي، خو د نیولو لپاره یې د پولیسو پلټنې روانې دي.

که څه هم امنیتي چارواکي بریدګر د طالبانو اړوند کسان بولي خو طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو اوونۍ وړاندې غزني ښار کې یو خبریال رحمت الله نېکزاد هم د نامعلومه وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی وو.

جمهورخبري آژانس:غزني
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي