۰

کرونا په افغانستان کې:۱۰۶ تنه یې نیولي او ۷ یې وژلي دي

سی شنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۴۹
د عامې روغتیا وزرات وايي، هېواد کې د کرونا ویروس ۱۰۶ نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې او ۷ تنه ترې مړه شوي دي.
کرونا په افغانستان کې:۱۰۶ تنه یې نیولي او ۷ یې وژلي دي
د عامې روغتیا وزرات وايي، هېواد کې د کرونا ویروس ۱۰۶ نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې او ۷ تنه ترې مړه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزرات زیاته کړې، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې ۱۰۶ تنه په کرونا اخته شوي، چې له دې سره د ټولو کرونا نیولو کسانو شمېر ۵۳ زر او ۶۹۰ تنو ته ورسېده.

دغه راز د وزارت معلومات ښي، چې په تېره شپه ورځ کې ۷ تنه نور له کرونا مړه شوي، چې په دې سره د کرونا وژل یو کسانو شمېر ۲۳۰۸ تنو ته ورسېده.

سرچینه زیاتوي، چې د کرونا له امله تازه مړه شویو کسانو څخه درې په هرات، دوه په کابل او دوه هم په خوست کې دي.

همدارنګه وزارت زیاته کړې، چې تر اوسه پورې له کرونا څخه ۴۴ زره او ۶۰۰ کسان بېرته رغېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي