افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ناروې د لومړۍ وزیر ارنا سولبرګ سره تلېفوني خبرې کړې دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ښاغلي غني او مېرمن سولبرګ تلېفوني خبرې پرون جمعه د سلواغې ۳ مه ماښام مهال شوې.
د ارګ خبرپاڼه وايي، دغه تلېفوني اړیکه کې دواړو لورو د افغان سولې، او په بېلا بېلو برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو او همکاریو په پراختیا خبرې کړې دي.
د ناروې لومړۍ وزیرې افغانستان کې په روان تاوتریخوالي ژوره خواشني ښودلې او د فوري اوربند په رامنځ ته کېدو یې ټینګار کړی دی.
په دغه لیدنه کې دواړو لور په اوربند چې د افغان ولس اصلي غوښنه ده او دغه راز د سولې خبرو کې د تېرو کلونو د لاس ته راوړنو په ساتنه ټینګار کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل