دا په زړه پورې ده ۰
راپورونه وايي، د جوبایډن په مشرۍ د امریکا نوی حکومت دا ادعاوې څېړي، چې ګڼې روسیې طالبانو ته په افغانستان کې د هر امریکايي سرتېرو په وژلو سره جایزه او نغدې پيسې ورکوي.
د بایډن ادار دا ادعاوې څېړي، چې روسیې طالبانو د امریکايي سرتېرو په وژلو پیسې ورکوي
راپورونه وايي، د جوبایډن په مشرۍ د امریکا نوی حکومت دا ادعاوې څېړي، چې ګڼې روسیې طالبانو ته په افغانستان کې د هر امریکايي سرتېرو په وژلو سره جایزه او نغدې پيسې ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سپینې ماڼۍ ویاند جین ساکي ویلي، امریکا به د روسیې د غیر مسوولانا او له خصومته ډک چلند له امله د مسکو څخه حساب واخلي.

نوموړي زیاته کړې په همدې تړاو د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن د دې په اړه په ځانګړي ډول د روسیې له خوا طالبانو ته په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د وژلو په بدل کې د پیسو د ورکړې موضوع څېړلو امر کړی دی.

له دې وړاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼې رواپور ورکړی و، چې روسي استخبارات په افغانستان کې د امریکايي نظامیانو د وژنې په بدل کې طالبانو ته ډالي او پیسې ورکوي.

خو روسیې او طالبانو په کلکه دغه ادعاوې رد کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
https://jomhornews.com/vdcfjtdyxw6dmea.,ziw.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته