د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وایي، نیمرو ولایت کې د کمال خان بند بشپړ او د اوبو ذخیره کولو بهیر یې پیل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ادارې چهارشنبې د سلواغې ۱۵ مه په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، کمال خان بند چې د هېواد یو ستره او ملي پروژه ده، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا یې چارې بشپړې او د اوبو ذخیره کول یې پيل شول.
ولسمشر غني هم په یاد بند کې د اوبو پر ذخېره کولو خوښي ښودلې ویلي یې دي«نن ډېر خوښ یم، نن مې د کمال خان بند مستې څپې ولېدې؛ د افغانستان ۷۰۰ کلنه د زړه هیله پوره شوه»
د افغان چارواکو په وینا د یاد بند په جوړېدو سره به ۸۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه او ۹ میګاواټه برېښنا تولید شي.
په ورته وخت کې د اوبو د تنظیم ملي ادارې دا هم ویلي، چې د کمال خان بند تر څنګ به یو شمېر نور بندونه هم بشپړ او ګټې اخیستې ته به وسپارل شي.
کمال خان بند د نیمروز ولایت په چاربرجک ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې په ۱۳۴۵ کال کې یې د جوړولو کار پیل شوی و، خو د نا امنیو او ځینو نورو لاملونو او سیاسي تحولاتو له امله یې د جوړولو کارونه ځنډېدلي وو.
د یادونې ده، چې ولسمشر محمد اشرف غني د روانې سلواغې میاشتې پر اتمه په دغه هېواد کې د هغو بندونو په ژر جوړولو ټینګار کړی وچې له افغانستان څخه بهر ته د اوبو د بهېدلو مخنیوی کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل