۰

د افغانستان صرافانو د اعتراض په ډول کاربندیز اعلان کړی

شنبی ۱۸ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۲
د افغانستان د صرافانو ټولنې په کابل او ولایتونو کې د اعتراض په ډول د صرافۍ ټول لوی او واړه مارکېتونه بند کړي او کاربندیز یې اعلان کړی دی.
د افغانستان صرافانو د اعتراض په ډول کاربندیز اعلان کړی
د افغانستان د صرافانو ټولنې په کابل او ولایتونو کې د اعتراض په ډول د صرافۍ ټول لوی او واړه مارکېتونه بند کړي او کاربندیز یې اعلان کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د صرافانو کاربندیز د افغانستان بانک د هغه پرېکړې په غبرګون کې اعلان شوی چې ویلي یې دي ټول صرافان باید د انفرادي جواز پر ځای شرکتي جواز تر لاسه کړي.

د صرافانو ټولنه وايي، د صرافیو شرکتي جوازونه باید اختیاري وي او دوی به تر هغې د پولي خدماتو یاد مارکېټونه تړلي وي، تر څو یې ستونزه هواره شوې نه وي.

دوی په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان بانک دغه اقدام دوی له ستونزو سره مخ کړي او تر هغو به مارکېټونه تړلي و، تر چې بانک دغه ستونزه حل کړې نه وي.

دغه ټولنه وايي، وړاندې د صرافیو او پولي خدماتو انفرادي جوازونه د درې کلونو لپاره تمدېدل، خو اوس وايي چې د افغانستان بانک دغه پروسه لغوه کړې چې په وینا یې دوی ته ستونزې پیدا کړي دي.

اعلامیه زیاتوي، د افغانستان بانک باید د صرافیو انفرادي جوازونه تمدید او توزیع کړي، په مرکز او ولایتونو کې د لاس پلرونکو صرافانو فعالیت دي د صرافانو د مقررې سره تنظیم او اجرا شي، په ولایتونو کې دي د صرافیو د نمایندګیو جوازونه دي تمدید شي.

خو د افغانستان بانک بیا د صرافانو اعتراض ته په غبرګون کې ویلي، له انفرادي څخه شرکتي جواز ته پرېکړه له نړیوالو شریکانو سره په شریکه شوې ده.

د افغانستان بانک د نشراتي څانګې لوی مسؤل حسیب الله نوري وايي، یاده پروسه کولای شي د ترهګرۍ د تمویل او پیسو وینځلو پر وړاندې اغېزمنه تمامه شي.

د هغه په وینا له انفرادي څخه شرکتي جواز ته د صرافیو او پولې خدمتونو وړاندې کوونکو د جواز اړول د انفرادي جواز په شان اسانه دي.

د افغانستان بانک ویلي چې د شرکتي جواز د تر لاسه کولو په بهیر کې نسبت انفرادي جواز ته ګڼې اسانتیاوي رامنځته کړي دي.

بانک وايي، د شرکتي جواز په ترلاسه کولو سره یوازی ثابته مالیه ورکول کیږي، د کلني بیلانس وړاندې کولو ته اړتیا نشته، یاد جواز اوس څو نفري د نظارت پلاوي ته اړتیا نلري او په وینا یې یوازی د جواز مالک کولی شی د نظارت پلاوي و اووسي.

د افغانستان بانک زیاتوي، شرکتي جواز د اعتبار د ختمیدو نېټې پرته ورکول کیږي او زیاتوي چې صرافان د یاد جواز په تر لاسه کولو سره کولای شي د هیواد په ګوټ کې نمایندګي خلاصه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي