۰

کابل کې چاودنې دوه تنه ټپیان کړل

یکشنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۷
پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د مقناطسي ماین په چاودنه کې دوه تنه ټپیان شوي دي.
کابل کې چاودنې دوه تنه ټپیان کړل
پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د مقناطسي ماین په چاودنه کې دوه تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن یکشنبې د سلواغې ۱۹ مه د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند مکروریانو سیمه کې شوې ده.

د کابل پولیس وايي، چاودنه په یوه های لکس موټر شوې، چې له امله یې دوه تنه ټپیان شوي دي.

دوی زیاتوي، چې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي، خو نور معلومات یې نه دي ورکړي.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د کابل نېږدې هر سهار په ماین چاودنه او مرګ ژوبله پيلېږي.

که څه هم لوړ پوړو چارواکو په وار وار ویلي، چې هڅې کوي، د دغه چاودنو مخنیوی وکړي، خو تر اوسه بریالي شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي