افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، اوس د دې وخت او سیمه ییزه او نړیواله اړتیا ده، چې پر طالبانو او ملاتړو یې مثبت فشارونه راوستل شي.
د جمهو آژانس د خبر له مخې د افغان دولت له لوري د سولې پروسې ته ژمنتیا او د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالي د جمهوریت د حقانیت ښکارندويي وکړه.
نوموړي چې د جینوا ۲۰۲۰ کال کنفرانس د ژمنو د تعقیب او تحقیق په اړه جوړ شوي ورکشاپ کې وینا کوله و ویل، چې د تل پاتې سولې لپاره د افغانستان ملي اجماع اوس په نړیوالې اجماع او فعالې دیپلوماسۍ باندې بدله شوې ده.
ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کچې لوړولو وښوده، چې د افغانستان د خلکو د جمهوریت غوښتنه په حقه او حقانیت ولاړه ده.
ولسمشر زیاته کړه، چې د تاوتریخوالي دوام سیاسي حل لاره نه ده بلکې د ټولو افغانانو د خوښې هراړخیزې موافقې ته اړتیا لري.
ده و ویل، د دې لپاره چې په طالبانو او ملاتړو یې هر اړخیز مثبت فشارونه راوستل شي دا د یوې سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د اړتیا په توګه احساس شوې ده.
ښاغلي غني زیاته کړه، چې نن افغان دولت د افغانستان د خلکو د مشروع استازي په توګه له نړیوالې ټولنې سره د همغږۍ او همکارۍ دریځ په اساسي ډول تثبیت کړی دی.
افغان ولسمشر وايي، د افغانانو قربانیو څخه نړیوالو اوس دا درک کړې، چې موږ د یوې ټولنې او دولت په توګه د بریدونو او تاوتریخوالي ښکار یو او هره ورځ قرباني ورکوو.
ولسمشر و ویل، دا اوس نړیوالو درک کړې، چې موږ قربانۍ ورکړې او قدر یې کوي، موږ نن د نړۍ د همدردۍ وړ یو، څومره چې تاوتریخوالی زیات شوی، په همغه کچه د جمهوریت حقانیت ثابت شوی دی.»
د ولسمشر غنی په وینا همدې ته په کتو اوس مهال پر طالبانو او د هغوی په ملاتړو په نړیواله کچه د فشار راوړل احساس کېږي.
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني