افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ناټو له عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره د افغانستان د وضعیت او سولې په اړه خبرې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، د ښاغلي غني او ښاغلي سټولټنبرګ تلېفوني خبرې پرون شنبې د کب ۲ مه شوې دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه تلېفوني مکالمه کې دواړو لورو د سولې پروسې، د ناټو سازمان د غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو کنفرانس او د افغانستان له امنيتي او دفاعي ځواکونو د ناټو دوامداره ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې.
د ارګ مرستیال ویاند دواخان مینه پال وايي، ښاغلي سټولټنبرګ ښاغلي غني ته د ناټو د دفاع وزیرانو د وروستۍ غونډې معلومات ورکړل.
نوموړي زیاته کړې، د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په خپلو خبرو کې و ویل، چې د ناټو غړي هېوادونه د فعالې ډيپلوماسۍ له لارې هڅه کوي چې د افغانستان د سولې بهیر بریالی کړي.
د یادونې ده، چې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه د تېرې چهارشنبې او پنشنبې په ورځو تر سره شوه، خو په کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په اړه کومه پرېکړه ونه شوه.
هغه مهال د ناټو سرمنشي ویلي و، چې تر اوسه د سرتېرو د برخلیک په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې خو ټينګار یې کړی و، چې د ناټو پرېکړې به مشروطې او له شریکانو او امریکا سره به په همغږۍ وي.
جمهورخبري آژانس:کابل