د کابل پوهنتون استاد او دیني عالم مولي فایز و وژل شو

13 حوت 1399 ساعت 9:16

پولیس تاییدوي، چې د کابل پوهنتون یو تن استاد او دیني عالم مولوي فیض محمد فایز د نامعلومه وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی دی.


پولیس تاییدوي، چې د کابل پوهنتون یو تن استاد او دیني عالم مولوي فیض محمد فایز د نامعلومه وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن چهارشنبې د کب ۱۳ مه سهار وختي د کابل ښار د ۱۷ مې ناحیې اړوند په خیرخانه سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، د کابل پوهنتون استاز او دیني عالم مولوي فیض محمد فایز سهار لمانځه لپاره جومات ته پر لاره و، چې وسله والو کسانو پرې دزې کړې او وژلی یې دي.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وايي، د پېښې د لا روښانتیا لپاره څېړنې پیل شوې دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د کابل پوهنتون یو بل استاد مبشر مسلمیار د چسپکي ماین په چاودنه کې و وژل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 136960

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136960/

جمهور
  https://www.jomhornews.com