۰
ولسمشرغني د کابینې غړو او والیانو ته!

د سولې لپاره هڅې وکړي او له ولس سره اړیکې نژدې کړي

پنجشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۸
ولسمشر محمد اشرف غني د کابینې له غړو او ټولو ولایتونو له والیانو غوښتي، چې د سولې لپاره هڅې وکړي او له ولس سره اړیکې نېږدې کړي.
د سولې لپاره هڅې وکړي او له ولس سره اړیکې نژدې کړي
ولسمشر محمد اشرف غني د کابینې له غړو او ټولو ولایتونو له والیانو غوښتي، چې د سولې لپاره هڅې وکړي او له ولس سره اړیکې نېږدې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د کب ۱۳ مه د کابینې له غړو او والیانو سره د کابینې په غونډه کې کړې ده.

ښاغلي غني یو ځل بیا ټينګار کړي، چې سوله یې لومړيتوب دی او یوازې تل پاتې او رښتینې سوله کولۍ شي، د افغانستان ۴۰ کلنې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

د ارګ په یوه خبرپاڼه وايي، ښاغلي غني زیاته کړه، چې د افغانانو لومړیتوب دی او دوی پوره څلوېښت کاله له خپل دغه مسلم حق محروم ساتل شوي دي.

سرچینه وايي، نوموړي د کابینې له غړیو او والیانو وغوښتل چې د سولې لپاره هڅې وکړي او له ولس سره اړیکې نژدې کړي.

د ولسمشر غني په خبره څومره چې د حکومت چارې پیاوړې کېږي، شفافیت رامنځ ته کېږي او د ولس او حکومت ترمنځ اړیکې پیاوړې کېږي چې په دې سره د سولې د راتګ احتمال ډېرېږي.

سرچینه وايي، ولسمشر اشرف غني د سولې په برخه کې د نړیوالو له همکاریو هم مننه وکړه او د افغان سولې په تړاو یې د روسیې وروستی دریځ هم وستایه.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې د سولې په برخه کې د روسیې همکاري اړینه ده.

باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان د بهرنیو چارو له حنیف اتمر سره په یوه ګډ کنفرانس کې د افغانستان پر وضعیت څرګندونې وکړې.

سرګي لاوروف د دوحې د سولې په بهیر نیوکه وکړه او د افغانانو تر منځ د سولې خبرو د بریا لپاره یې د مسکو د بهیر د بیا پیل وړاندیز وکړ.

دغه راز روسي چارواکو دا هم خبره هم وکړه، چې دوی بیا په افغانستان کې د طالبانو د امارت د راتګ ملاتړ نه کوي او نه یې هم غواړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي