۰

کابل کې یو څارنوال وژل شوی دی

دوشنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۷
امنیتي سرچینې تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې یو څارنوال د نامعلومه وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی دی.
کابل کې یو څارنوال وژل شوی دی
امنیتي سرچینې تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې یو څارنوال د نامعلومه وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن دوشنبې د کب ۱۸ مه سهار مهال د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند کمپنۍ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل د پولیس ویاند د پېښې د پخلي تر څنګ وايي، وژل شوی کس میروس نومېږي او پېښه تر څېړنې لاندې ده.

ویل کېږي څارنوال میرویس له کور څخه دندې ته روان و، چې نامعلومه وسله والو کسانو پرې ډزې کړې او وژلی یې دی.

تر اوسه د دغه قتل مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم د همدې حوزې اړوند د کتاب فروشۍ کوڅه کې یو ځوان د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا وژل شوی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي