ملي دفاع وزارت په زابل، کندهار او هرات ولایتونو کې د افغان ځواکونو په دفاعي عملیاتو کې د ۹۲ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبرې ورکړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن سه شنبې د کب ۱۹ مه بېلا بېلو خبرپاڼو کې ویلي، افغان ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ، د زابل مرکز او میزانه ولسوالۍ، د کندهار په ارغنداب او ژېړۍ ولسوالیو او د هرات ولایت په زوال ولسوالۍ کې پر طالبانو بریدونه کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د کندهار ارغنداب او ژېړۍ کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
خبرپانه وايي، په همدې ولسوالیو کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي او دغه راز ۲۲ کړۍ ماینونه یې هم کشف او شنډ کړای شوي دي.
دفاع وزارت بیا د زابل ولایت مرکز قلات او میزانه ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د ۹ طالبانو د وژل کېدو، ۲ تنو د ټپي کېدو، څلورو موټرسایکلونو او یوه اندازه وسلې او مهماتو د لمنځه وړو خبره کړې ده.
همدارنګه په یوه بله خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د هرات په زوال ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال بیا د پنخو سرګروپانو په ګډون ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
ملي دفاع وزارت وايي، په زوال ولسوالۍ کې ګڼې سیمې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړی شوې او د هغوی یوه اندازه وسلې او نقلیه وسایل د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل