۰
امرالله صالح:

د کویټې شورا له یوه نوم او د پاکستان د پوځ د تصمیمونو له پلي کولو پرته بل څه نه دي

یکشنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۱
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د نیولو شویو طالبانو د اعترافاتو پر اساس وايي، د طالبانو د کویټې شورا له یوه نوم او د پاکستان د پوځ او استخباراتو له تصمیمونو پرته بل څه نه دي.
د کویټې شورا له یوه نوم او د پاکستان د پوځ د تصمیمونو له پلي کولو پرته بل څه نه دي
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د نیولو شویو طالبانو د اعترافاتو پر اساس وايي، د طالبانو د کویټې شورا له یوه نوم او د پاکستان د پوځ او استخباراتو له تصمیمونو پرته بل څه نه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح دغه څرګندونې نن یکشنبې د کب ۲۴ مه د شپږنیمو له غوندې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي دي.

نوموړي ویلي، د شپږنیمو د غوندو له پیل څخه تر اوسه پورې له خلکو څخه تر ۳۰ زره پورې راپورونه څېړلي، چې پر مټ یې کابل کې جرمي او ترویستي شبکې تثبیت او ځپل شوې دي.

ښاغلي صالح زیاته کړې، چې په دغه موده کې دوی د خلکو په مرسته توانېدلي، چې ډېری ترهګرۍ او جرمي شبکې وځپي او یا یې هم په مکمل ډول له منځه یوسي.

دی وايي، په دغه موده کې یې د ډېرو نیولو شویو جنایتکاروانو، طالبانو او داعشیانو اعترافونه هم مطالعه کړي او ورته جوته شوې، چې ډېری دغه ډول نیول شوي کسان جرمنو په ځانګړي ډول چسپکي او نورو ماین چاودنو ته په زور او جبر هڅول شوي دي.

نوموړي د داعشیانو په اړه زیاته کړې، د دغه اکثریت غړي دومره بې سواده دي، چې ان د داعش په مانا هم نه پوهېږي او ډېر د طالبانو غړیو اقرار کړی، دا چې د دوی سیمې د طالبانو په کنټرول کې دي نو په زور سره یې دوی دې ته اړ کړي، تر چې په کابل کې ترهګر فعالیت وکړي او د حکومت او خلکو تر منځ واټن رامنځ ته کړي.

ښاغلي صالح ویلي، د نیول شویو کسانو په منځ کې د فکر او اندېښنې خلک کم دي، بلکې ټول یې د طالب مشرانو ترمنځ د فساد، ظلم، دښمنۍ، او بې رحمۍ څخه کیسې کوي.

د ولسمشر لومړي مرستیال د نیولو شویو کسانو د اعتراف پر اساس وايي، کندوز کې طالب قوماندان له خلکو د عشر، جزیه او مرستې په نوم پیسې اخیستې او بیا یې پرې جایدادونه اخیستي، څلور ودونه یې پرې کړي او یا یې هم د پاکستان کراچۍ ښار کې پرې پانګونې کړې دي.

ښاغلي صالح ویلي، هغه کسان چې په شمال کې د طالب لپاره جنګېږي په خپلو سترګو وینې، چې عایدات یې د یوې خاصې کړۍ له خوا راټولېږي او بیا کویټې ته لېږدول کېږي.

صالح زیاته کړې، چې د افغانستان په لویو ښارونو کې د طالب قوماندانو د پټو پانګو او سرمایو د تثبیت په اړه کشفي څېړنې په جدیت سره روانې دي.

دغه راز صالح د طالبانو د جلب او جذب په اړه ویلي چې په دې برخه کې یې هم معلومات تر لاسه کړي او ورته جوته شوې، چې طالبان هڅه کوي خپله مرګ ژوبله پټه وساتي نو ځکه د ډېر وژل شویو غړیو مړي په پټه خښوي، کورنیو ته د عدالت غوښتنې اجازه نه ورکوي او ان د ځينو جسدونه پاکستان ته لېږدوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغه معلوماتو تر لاسه کولو وروسته له ښه ورته جوته شوې، چې د طالبانو په منځ کې جذابې او کرزماتیکې څېرې نشته او نه هم پاکستان ورته اجازه ورکوي.

دی وايي، د طالبانو له اعترافاتو دا هم ورته جوته شوې، چې په کویټه، پېښور او کراچۍ کې د طالبانو تر منځ دوه نیمو میاشتو چنه وهلو کې دغه ډله نه ده توانېدلې، چې ان د پاکستاني استخباراتو په کلک منځګړیتوب  د ځان لپاره یوه ستره سیاسي او یا قومي قاعده جوړه کړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال یو ځل بیا ټينګار کړی، چې طالبان د خلکو لپاره هېڅ ډول خدمت د وړاندې کولو اراده نه لري او په ځینو د طالب تر کنټرول لاندې سیمو کې چې لږ کارونه شوي، هغه هم د دولتي بنسټونو لاس ته راوړنې دي.

نوموړي زیاته کړې، د طالبانو له اعترافونو ورته معلومه شوې، چې د دغې ډلې عالي شورا چې د کویټې په شورا نومول شوې، له یوه نوم او د پاکستان د پوځ او استخباراتو د تصمیمونو د پلي کولو پرته بل څه نه دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، دا یې موندلې، چې څومره چاودېدونکي توکي، له کومو فابریکو او کارخانو څخه طالبانو ته ورکول کېږي، چې په وینا یې دا ټول موضوعات د افغانستان د مشروع دریځ د پیاوړتیا لپاره د نړیوالو بنسټو سره شریک کړل شوي دي.

صالح زیاتوي، چې په ځنځیري او هدفي وژنو او ماین چاودنو کې یې د طالبانو او پاکستان د لاس نه لرلو ادعاوې هم دروغ ثابتې کړې او نړۍ اوس دا درک کړې، چې د دوحې د مذاکراتو په خاطر طالبانو خپل تروریستي ماهیت نه دی بدل کړی، بلکې ترور خپل اصلي قوت ګڼي.

د ولسمشر لومړي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې ویلي، چې نور د شپږنیمو غونډه په یوه مدیریتي کار اوښتې او دی هڅه کوي، چې د ده له حضور پرته دغه سیستم مخ ته ولاړ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي