۳

واشنګټن پوسټ: د امریکا وروستۍ طرحه افغان جګړه ختمولی شي

سی شنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۹
امریکايي واشنګټن پوست ورځپاڼې لیکلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا وروستۍ طرحه د دغه هېواد ۴۰ کلنې جګړې ته د پای ټکی اېښودلی شي.
واشنګټن پوسټ: د امریکا وروستۍ طرحه افغان جګړه ختمولی شي
امریکايي واشنګټن پوست ورځپاڼې لیکلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا وروستۍ طرحه د دغه هېواد ۴۰ کلنې جګړې ته د پای ټکی اېښودلی شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ورځې پاڼې په یوه مطلب کې ټینګار کړي، چې د افغانستان لپاره د امریکا وروستۍ طرحه د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره مهمه ده.

د مطلب د لیکوال په باور دا ځل د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر سمه لار دی او په خبره یې په افغانستان کې د روانې جګړې پای ته رسول یوازې د یوه ګډ حکومت د جوړولو له لارې ممکن دي.

په ورځپاڼه کې ویل شوي، د امریکا نوې طرحه له فساد سره مبارزې باندې ټینګار کوي، د شفافو ټاکنو د ژر تر ژره ترسره کېدو ملاتړ کوي، موازي ځواکونه او قدرتونه له منځه وړي، د واحد او شریک حکومت جوړېدل غواړي، د جګړو ختمولو او اوربند باندې ټینګار کوي او په دې توګه په افغانستان کې یوې دایمي سولې ته زمینه برابروي.

په مطلب کې راځي چې له همدې امله د امریکا طرحه په افغانستان کې د اوږدې جګړې د ختمولو لپاره غوره لار ده خو امریکا یې باید پر ژمنو عمل وکړي او له افغانانو سره د یوه پیاوړي حکومت په جوړولو کې مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي