پکتیا کې ماین چاودنې څلور پاڅونوال ټپیان کړي

8 حمل 1400 ساعت 13:00

سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پکتیا ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې څلور سیمه ییز پاڅونوال ټپیان شوي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پکتیا ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې څلور سیمه ییز پاڅونوال ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن یکشنبې د وري ۸ مه د مرکز ګردیز ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د لرګیو هډې سیمه کې شوې ده.

د پکتیا د پولیسو ویاند لعل محمد وايي، چاودنه د زرمت ولسوالۍ د پاڅونکو په رنجر موټر د سړک د غاړې خښ شوي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، په چاودنه کې څلور پاڅونوال ټپیان شويو چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 


د مطلب کود: 137678

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137678/

جمهور
  https://www.jomhornews.com