جنرال مېلر له افغان مرکچي پلاوی سره دوحه کې کتلي دي

11 حمل 1400 ساعت 9:09

راپورونه وايي، افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د سولې لپاره د افغان دولت له مرکچي پلاوی سره لیدلي دي.


راپورونه وايي، افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د سولې لپاره د افغان دولت له مرکچي پلاوی سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه زیاتوي، چې جنرال مېلر پرون سه شنبې د وري ۱۰ مه دوحه کې له مرکچي پلاوی سره کتلي او په بېلا بېلو مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.

په راپورونو کې ویل شوي، افغان مذاکراتي پلاوي له مېلر سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې باید ژر تر ژره اوربند رامنځ ته شي او بیا دې په مذاکراتو کې نورو پرمختګونو ته زمینه برابره شي.

دواړو لوریو اوسنی تاوتریخوالی هم د جدي اندېښنې وړ بللی دی.

میلر داسې مهال له مذاکراتي پلاوي سره ګوري چې په دوحه کې خبرې دمګړۍ په ټپه ولاړې دي او ټاکل شوې چې په نږدې اونیو کې د ترکیې کنفرانس د افغان سولې په تړاو جوړ شي.

خو ځینې راپورونه وايي، چې امریکا د ترکیې غونده هم ځنډولې او هڅه کوي، چې له طالبانو سره افغانستان کې د خپلو ځواکونو د وتلو موده یو څه نوره هم وغځوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137752

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137752/

جمهور
  https://www.jomhornews.com