۰

سرپل کې د سیمه ییزې اردو د ټولي قوماندان وژل شوی دی

چهارشنبه ۱۱ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۱۴
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې سرپل کې د سیمه ییزې اردو د ټولې قوماندان په ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
سرپل کې د سیمه ییزې اردو د ټولي قوماندان وژل شوی دی
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې سرپل کې د سیمه ییزې اردو د ټولې قوماندان په ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن چهارشنبې د وري ۱۱ مه سهار مهال د سرپل ولایت صیاد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د سرپل امنیه قوماندان فقیر محمد جوزجاني وايي، د سیمه ییزې اردو د ټولې قوماندان حبیب میرزا اولنګي له دغه ولسوالۍ مرکز ته روان و، چې په لار کې یې په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې قوماندان اولنګي او یو شمېر نور سرتېري وژل شوي، خو د سرتېرو کره شمېر یې په کوته نه کړل.

بل خوا د کاپیسا ولایت د کوهستان د لومړۍ حیصې ولسوالۍ د امنیت مرستیال هم د خپل ترور زوری سره یو ځای د نامعلومه وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی دی.

د دواړو پېښو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:سرپل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي