د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر کابل کې د ترکیې له سفیر اوزهان ارطغرل سره د استانبول غونډې لپاره پر همغږیو خبرې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبې د وري ۱۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي د ښاغلي اتمر او ارطغرل لیدنه پرون شوې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړو لورو همدا راز په دې لیدنه کې د استانبول د کنفرانس لپاره د همغږیو پر رامنځ ته کېدو او د دې بهیر لپاره پر تیاریو بحثونه کړي دي.
سرچینه زیاتوي، کابل کې د ترکیې سفیر ویلي، هېواد یې د افغان سولې لپاره هڅه کوي او او د استانبول د کنفرانس لپاره اړینې تیارۍ نیول شوې دي.
په دې لیدنه کې همدا راز د ترکیې د کنفرانس پر احتمالي اجنډا هم خبرې شوې دي.
اتمر د ترکیې له حکومت مننه کړې چې تل یې په افغانستان کې د سولې او ثبات له راتګ سره همکاري کړې ده.
د یادولو ده، چې ښاغلي اتمر پرون کابل کې د امریکا له شارژدافیر او د چین له سفیر سره هم پر افغان سوله او د سولې په اړه د تریکې د جوړېدونکي کنفرانس په اړه خبرې ورسره کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل