۰

د مرکزي احصایې اداري رییس په وسله وال برید کې وژل شوی دی

چهارشنبه ۱۸ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۳۶
یوه امنیتي سرچینه تاییدوي، چې د مرکزي احصایې ادارې، اداري رییس محمد اسماعیل سهاک په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.
د مرکزي احصایې اداري رییس په وسله وال برید کې وژل شوی دی
یوه امنیتي سرچینه تاییدوي، چې د مرکزي احصایې ادارې، اداري رییس محمد اسماعیل سهاک په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سرچینه وايي، دغه پېښه نن چهارشنبې د وري ۱۸ مه د کابل د پغمان ولسوالۍ په کوشکک قلعه کې رامنځ ته شوې ده.

د سرچینې په وینا ناپېژانده وسله والو کسانو د مرکزي احصایې ادارې پر اداري رییس محمد اسماعیل سهاک هغه وسله وال برید کړی، چې نوموړی له کوره د دندې پر لور روان وو.

سرچینه وايي، په برید کې سهاک وژل شوی دی.

تر اوسه امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د دغه قتل مسوولیت چا اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي