د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داودزی وايي، افغان او پاکستاني لوري د اړیکو پر بیا رغولو توافق کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، دغه توافق کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر پر مهال د دواړو لورو تر منځ شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د عمران خان د ځانګړي استازي صادق خان په مشرۍ پاکستاني پلاوي په کابل کې له ګڼو افغان چارواکو سره کتلي دي.
ښاغلی داودزی وايي، په دې سفر کې تر ډېره دواړو لورو د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
داوودزي ویلي، دوه اړخېزې اړیکې باید داسې تنظیم شي چې پاکستان د افغانستان د دولت هېڅ یوه دښمن ته په خپله خاوره کې ځای ورنه کړي او افغانستان هم پاکستان ته ورته ډاډ ورکړي.
د هغه په وینا افغان او پاکستاني لوري توافق کړی دی چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د اړیکو د رغولو لپاره هڅې په کار دي او هوکړه شوې چې له سره به د اړیکو رغولو لپاره کار کېږي.
عمر داودزی دا هم وايي چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل د پاکستان او افغانستان دواړو په ګټه دي او پاکستان دا منلې چې با ثباته افغانستان یې په ګټه دی.
جمهورخبري آژانس:کابل