۰

د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ سقوط کړى

پنجشنبه ۳۰ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۷
راپورونه وايي د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالي له څو ورځنۍ کلابندۍ وروسته د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.
د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ سقوط کړى
راپورونه وايي د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالي له څو ورځنۍ کلابندۍ وروسته د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي وسله والو طالبانو نن سهار څه کم ۷ بجې دغه ولسوالي نیولې او یو شمېر سرتېري هم ورته تسلیم شوي دي.

د لغمان والي رحمت الله یارمل هم تاییدوي، چې دولت شاه ولسوالي له څو ورځو راهیسې کلابندۍ لاندې وه او سرتېري شاه تګ ته مجبور شوي دي.

په ورته وخت کې د یادې ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي، دولت شاه ولسوالۍ کې سرتېرو یوه اوونۍ مقاومت وکړو خو د مرکز له خوا اکمال نه شول.

د دغه سرچینې په وینا همدا و، چې نن سهار پاتې ژوندي سرتېري وسله والو طالبانو ته تسلیم شول او ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېده.

د لغمان د ولایتي شورا غړي ګلزار سنګر وال هم جمهور خبري آژنس ته و ویل، دا چې له مرکز څخه د افغان ځواکونو اکمال ونه شو نو سرتېري هم مجبور شول، چې ولسوالي طالبانو ته ورپېږدي.

بل خوا ویل کېږي د لغمان الینګار ولسوالۍ کې هم ۷ حکومتي پوستې له مقاومت پرته طالبانو ته تسلیم شوې خو سنګر وال وايي، دا چې دې ولسوالۍ کې وضعیت ډېر خراب و نو د قومي مشرانو په منځګړي توب د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د اختر درې ورځنۍ اوربند یوې میاشتې ته غځول شوی دی.

د لغمان دولت شاه ولسوالۍ پر داسې مهال د طالبانو لاس ته لوېږي، چې درې ورځې وړاندې د وردګو ولایت نرخ ولسوالي هم د طالبانو لاس ته ولوېده او ویل کېږي اوس مهال د همدې ولایت د جلرېز ولسوالي هم د طالبانو له خوا کلابنده شوې ده.

د وردګ د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک ویلي، طالبانو له وړمې شپې راهیسې په جلریز ولسوالۍ ډلیز بریدونه پیل کړي او که پر وخت مرسته ونه رسېږي دا ولسوالي به هم د طالبانو لاس ته ولوېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملي دفاع وزرات ویلي ډېر ژر به وردګ ولایت کې پراخ عملیات تر سره او له لاسه وتلې سیمې به بېرته ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي