۰

د بغلان نهرین کې ۸ طالبان وژل شوي دي

شنبی ۱ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۸
دفاع وزارت بغلان ولایت کې د افغان ځمکنیو او هوايي ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۲ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د بغلان نهرین کې ۸ طالبان وژل شوي دي
دفاع وزارت بغلان ولایت کې د افغان ځمکنیو او هوايي ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۲ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزرات نن شنبې د غبرګولي اوله خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو د بغلان نهرین ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه غونډه برید کړی دی.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه برید کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او څأور نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت دا هم ویلي، چې دې عملیاتو کې د طالبانو دوه عرادې موټر سایکلونه او یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

همدارنګه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د نهرین، دله، جوی کلان، حافظ بچه، بغله ګی سیمې هم د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي