د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، وسله والو طالبانو په جګړې او د سیمو د نیولو په نوم د عامه تاسیساتو ورانولو او جور ته زمینه برابره کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د یادې شورا ویاند رحمت الله اندړ رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې کړې وايي، طالبانو د جګړې پر شدت تمرکز کړی دی.
هغه په خپلو خبرو کې ویلي« طالبانو د خپل زور مطابق هر وخت د جګړې پر شدت تمرکز کړی دی او بیا بیا یې د سیمو د نیولو په نامه هلته چور او چپاول ته زمینه سازي کړې ده.»
د ملي امنیت شورا په ورته وخت کې ټینګار کړی چې افغانستان به نور د ترورېزم ځاله نه شي او طالبانو ته به خپله غلط فهمي ګرانه تمامه شي.
اندړ وايي، افغان امنیتي ځواکونه د خپلو خلکو او خاورې دفاع ته په مېړانه ولاړ دي او هیڅ څوک دلته د زور او جبر حکومتداري نشي کولای.
د امنیت شورا ویاند وايي، نړیوالو د افغان ځواکونو ملاتړ نه دی پریښی او د پوځي روزنې او مالي ملاتړ چارې د پخوا په څېر روانې دي.
د ملي امنیت شورا ویاند دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې په لغمان او وردګو کې د افغان ځواکونو ځینې پوستې د طالبانو لاس ته ولوېدې.
په ټولنیزو رسنیو کې په خپاره شوي تصویرونو کې ښودل کیږي چې ځینې خلک د افغان ځواکونو له پوستو او تاسیساتو څخه وسایل «چور» کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل