۰

کندوز کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي

یکشنبه ۲ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۱
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کندوز ولایت کې د یوې کورنۍ څلور غړي د نامعلومه وسله والو له خوا وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
کندوز کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کندوز ولایت کې د یوې کورنۍ څلور غړي د نامعلومه وسله والو له خوا وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د غبرګولې اوله) د کندوز د خان آباد ولسوالۍ په بندر بخاري سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندوز سیمه ییز چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو په یاده سیمه کې په یوه کور برید کړی د دغه کورنۍ څلور غړي یې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د زیانمن شوې کورنۍ یو تن غړي محمد رحیم ویلي د پلار او مور په ګډون یې د کورنۍ څلور غړي وژل شوي او د یوه ماشوم په ګډون دوه تنه ټپیان شوي دي.

دی وايي، پر کور یې د غیر مسووله وسله والو له خوا برید شوی، خو د خان آباد ولسوال حیات الله امیري وايي، تر اوسه روښانه نه ده، چې برید چا کړی دی.

ولسوال وايي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

تر اوسه د دغه قتل مسوولت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کندوز
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي