۰

تخار کې یوه غیرمسوول وسله وال قوماندان عام خلک برمته کړي

یکشنبه ۱۶ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۰۴
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې تخار ولایت کې یوه غیر مسوول وسله وال قوماندان له طالبانو سره تر نښتې د یوه کلي ګڼ شمېر کسان برمته کړي دي.
تخار کې یوه غیرمسوول وسله وال قوماندان عام خلک برمته کړي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې تخار ولایت کې یوه غیر مسوول وسله وال قوماندان له طالبانو سره تر نښتې د یوه کلي ګڼ شمېر کسان برمته کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه قوماندان حاجي فتح نومېږي او د تخار ولایت د بنګي ولسوالۍ په شینوارو کلي یې له وسله والو طالبانو سره نښته کړې.

راپورونه وايي، طالبانو سره نښته کې د نوموړي قوماندان ۱۳ ملګري وژل شوي او وروسته قوماندان د عامو خلکو په برمته کولو لاس پورې کړی دی.

د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر تاییدوي، چې قوماندان فتح د خپلو ملګرو تر وژل کېدو وروسته د شینوارو د کلي ۱۰ کسان برمته کړي، خو ځینې راپورنه وايي، تر ۳۰ زیات کسان یې برمته کړي.

نوموړي ویلي دغه قوماندان عامل خلک د خپلو ملګرو د غچ اخیستو په پار برمته کړي، چې تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم.

خو ځینې ناتیید شوي راپورونه وايي، دغه قوماندان له نیول شویو کسانو څخه یو یو وژني او بیا یې د شینوارو کلي ته لېږي.

جمهورخبري آژانس:تخار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي