۰

بلخ کې د پروني موټر بم برید مرګ ژوبله ۴۴ تنو ته ورسېده

دوشنبه ۱۷ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۲۷
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې بلخ ولایت کې د پروني موټر بم برید له امله د ملکي وګړو په ګډون ۴۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخ کې د پروني موټر بم برید مرګ ژوبله ۴۴ تنو ته ورسېده
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې بلخ ولایت کې د پروني موټر بم برید له امله د ملکي وګړو په ګډون ۴۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ پرون یکشنبې د غبرګولي ۱۶ مه غرمه شاوخوا ۱۲ بجې موټر بم برید وشو.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل وايي، په غالب ګوما طالبانو د هاموي ټانګ په وسیله د امنیه قوماندانۍ ودانۍ مخې ته چاودنه وکړه، چې سرتېرو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې دوه افغان سرتېري وژل شوي او د ملکي وګړو په ګډون ۴۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دغه موټر بم برید مسوولیت طالبانو واخیست وايي، ګڼو سرتېرو ته یې په کې مرګ ژوبله اړولې ده.

بلخ کې دا چاودنه پر داسې مهال کېږي، چې تر دې یوه شپه وړاندې د فاریاب قیصار ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ هم طالبانو برید وکړ، چې د پولیسو د قوماندان په ګډون یې ۱۵ سرتېري و وژل او ۳۸ نور یې ژوندي نیولي دي.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي