د کندهار د استیناف محکمې یو قاضي ترور شوی دی

17 جوزا 1400 ساعت 9:36

سیمه ییز چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو کندهار کې د استیناف محکمې یو کارکوونکی په غلکچي برید کې وژلی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو کندهار کې د استیناف محکمې یو کارکوونکی په غلکچي برید کې وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون یکشنبې د غبرګولي ۱۶ مه کندهار ښار کې رامنځ ته شوې ده.

وژل شوی قاضي محمد فیاض نومېږي او پرون ماښام په داسې حال کې، چې له جومات څخه راوتلی د ناپېژانده وسله والو تر برید لاندې راغلی دی.

تر اوسه د قتل مسوولیت چا نه دی اخیستی او رسمي سرچینو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139533

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139533/

جمهور
  https://www.jomhornews.com