۰
امرالله صالح:

 که دوه سوه کاله نور هم و وژل شو، ډېورنډ کرښه نه منو

سی شنبه ۱۸ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۳
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، که پاکستان دوه سوه کاله نور هم افغان وژنې ته دوام ورکړي، بیا هم هېڅ افغان به ډېورنډ کرښه ومنه مني.
 که دوه سوه کاله نور هم و وژل شو، ډېورنډ کرښه نه منو
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، که پاکستان دوه سوه کاله نور هم افغان وژنې ته دوام ورکړي، بیا هم هېڅ افغان به ډېورنډ کرښه ومنه مني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح دغه څرګندونې له امریکا غږ سره په مرکه کې کړې وايي، د ډېورنډ کرښې د امنیت په اړه خبرې کېدی شي، خو هېڅ افغان چمتو نه دی، چې د رسمي پولې په منلو یې ځان د تاریخ په پاڼو کې خاین ثبت کړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال ټینګار کړی، چې نور به ګندمک تړونونه نه کېږي.

ښاغلي صالح زیاته کړې« که پاکستان دوه سوه کاله نور هم د تروریستي ډلو پواسطه افغانستان وځپي، هیڅ افغان به د ډیورنډ کرښې منلو ته چمتو نشي.»

نوموړي د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د وروستیو څرګندونو په اړه چې پاکستان نور د افغانستان په اړه خپله پالیسې بدله کړې او نور په کابل کې د ستراتېژک عمق په لټه کې نه دي وايي، پاکستان دې په عمل کې دا ثابته کړي.
 
د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، پاکستان وايي، تګلاره یې بدله شوې او په نېږدې راتلونکې کې به یې اغېز ووینی خو زموږ غوښتنه دا ده، چې عمل کې یې ثابته کړۍ.
 
هغه په خپلو خبرو کې د طالبانو جګړې ته هم اشاره کړی وايي، دغه ډله په زور ځان واک ته نه شي رسولی او دا نور امکان نه لري.

ښاغلي صالح ویلي« امنیتي تحولات به ښکته پورته کیږي خو د طالب دا فکر چې دانفجار ، ترور، او جګړې له لارې به واک ته ورسیږي.»

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال ټينګار کړی، چې افغان دولت هره شېبه سولې ته چمتو دی او غواړي، چې دغه جګړه نور پای ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي