۰

افغان ځواکونو د بادغیس له جوند ولسوالۍ هم وتلي دي

پنجشنبه ۲۰ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۴۸
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې افغان ځواکونه د بادغیس ولایت له جوند ولسوالۍ هم تکتیکي شاتګ کړی دی.
افغان ځواکونو د بادغیس له جوند ولسوالۍ هم وتلي دي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې افغان ځواکونه د بادغیس ولایت له جوند ولسوالۍ هم تکتیکي شاتګ کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بادغیس والي حسام الدین شمس وايي، ولسوالۍ د طالبانو د ګواښونو زیاتوالي او د مرګ ژوبلې د مخنیوي په خاطر پرېښودل شوې ده.

دی وايي، له دغې ولسوالۍ د خلکو له وتلو روسته افغان ځواکونو ته هم د تکتیکي شاتګ امر شوی دی.

د والي په وینا جوند ته په غځېدلو لارو کې د ماینونو د ګواښ له امله دغه ولسوالي له شاوخوا درېیو کلونو راهیسي په اقتصادي محاصره کې وه.

خو د بادغیس د والي په وینا افغان کومانډو ځواکونه د دغې ولسوالۍ د بېرته نیولو عملیاتو لپاره چمتوالی نیسي.

طالبانو ویلي، جوند ولسوالۍ یې په بشپړه توګه نیولې ده او افغان ځواکونو ته یې د درنې مرګ ‌ژوبلې اړولو ادعا کړې.

دغې ډلې ویلي چې په جوند کې یې زیاته اندازه وسلې، مهمات او وسایط هم نیولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي