۰

لغمان کې د هاوان مرمۍ ۶ تنه ټپیان کړي دي

دوشنبه ۲۴ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۳۹
امنیتي چارواکي وايي، د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار کې د هاوان د یوې مرمۍ د لګېدو له امله شپږ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
لغمان کې د هاوان مرمۍ ۶ تنه ټپیان کړي دي
امنیتي چارواکي وايي، د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار کې د هاوان د یوې مرمۍ د لګېدو له امله شپږ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مرمۍ پرون یکشنبې د غبرګولي ۲۳ مه مازیګر مهال د ښار منځ کې د برېښنا ریاست تر څنګ لګېدلې ده.

د لغمان روغتیايي چارواکي وايي، د پېښې له ځایه ۵ ټپیان وروړل شوي، چې د دوه تنو روغتیايي حالت ښه نه دی.

په ټپیانو کې یو د عامه نظم ساتنې سرتېری او پنځه ملکي وګړي دي.

د لغمان امنیه قومانداني وايي، هاوان د طالبانو له لوري توغول شوی و خو طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې یوه شپه وړاندې د یاد ولایت الیشنګ ولسوالۍ کې هم د طلا محمد په نوم د یوه کس په کور د هاوان مرمۍ لګېدلې وه، چې له امله یې د یادې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او یو تن ټپي وو.

جمهورخبري آژانس:لغمان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي