ټاکل شوې د ناټو د غړو هېوادونو مشران بروکسل کې سره جرګه شي، چې د نورو مضوعاتو تر څنګ به د افغانستان په اړه هم په کې خبرې وشي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې غونډه نن دوشنبې د غبرګولي ۲۴ مه چې د مۍ ۱۴ مه کېږي بروکسل کې جوړېږي.
غونډې ته د امریکا ولسمشر جوبایډن هم ورځي او د ناټو له شاوخوا دېرشو غړو هېوادونو سره خبرې کوي چې د بحث موضوعات یې هم افغانستان، روسیه او ځينې نور نړیوال موارد دي.
ویل کېږي امریکا به د ناټو د ځواکمن غړي هېواد په توګه له افغانستانه د سرتېرو ایستلو، د افغان ځواکونو پر ملاتړ او نورو اړوندو مسایلو خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د یادې غوندې تر پیل دوه ورځې وړاندې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي وو چې د ناټو د مشرانو د بحث موضوع یوه هم افغانستان ده او ددغه هېواد په اړه به مهمې پرېکړې وشي.
امریکا او د تاټو غړي هیوادونه داسې مهال د افغانستان په اړه خبرې کوي چې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو بهیر روان دی او تر پنځوس سلنه بشپړ شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل