۰

د ۱۱ پاکستانیانو په ګډون ۲۷ طلبان وژل شوي دي

پنجشنبه ۲۷ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۳
ملي دفاع وزارت پکتیا ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۱ پاکستانیانو په ګډون د ۲۷ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د ۱۱ پاکستانیانو په ګډون ۲۷ طلبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت پکتیا ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۱ پاکستانیانو په ګډون د ۲۷ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن پشنبې د غبرګولي ۲۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ پرون د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ په بیانخېل سیمه کې پر طالبانو بریدونه کړي دي.

سرچینه زیاتوي، په دغه بریدونو کې د ۱۱ پاکستانیانو او دوه قوماندانانو په ګډون ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، په عملیاتو کې د طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي