هرات کې ۱۳۰ طالبان له دولت سره یو ځای شول

3 سرطان 1400 ساعت 11:53

په داسې حال کې، چې جګړو زور اخیستی سیمه ییز چارواکي وايي، هرات ولایت کې لسګونه طالبانو وسلې پر ځمکه کېښودې او له دولت سره یو ځای شول.


په داسې حال کې، چې جګړو زور اخیستی سیمه ییز چارواکي وايي، هرات ولایت کې لسګونه طالبانو وسلې پر ځمکه کېښودې او له دولت سره یو ځای شول.

د هرات چارواکي وايي، ۱۳۰ وسله وال طالبان د دغه ولایت په شنډنډ ولسوالۍ کې له جګړو لاس په سر شوي او خپلې وسلې یې دولت ته وسپارلې.

د ولسمشر فرهنګي سلاکار شاه حسین مرتضوي هم پر خپله فسبوک پاڼه د دغه خبر پخلی کړی وایي، هرات کې ۱۳۰ طالبان د دولت سره یو ځای شوي او وسلې یې ورته سپارلې دي.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

طالبانو هم تر اوسه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې ننګرهار کې هم ۱۵ تنه وسله وال طالبان له جګړې لاس په سر او خپلې وسلې یې افغان دولت ته وسپارلې.

جمهورخبري آژانس:هرات


د مطلب کود: 140054

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140054/

جمهور
  https://www.jomhornews.com