۰

دفاع وزارت: په ۲۴ ساعتونو کې ۴ سوه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پنجشنبه ۱۰ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۱۰
ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو او جګړه کې د ۴۰۰ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت: په ۲۴ ساعتونو کې ۴ سوه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو او جګړه کې د ۴۰۰ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن پنشنبې د چنګاښ ۱۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو ته دغه شمېر مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، افغان ځواکونو ننګرهار، پکتیکا، لوګر، غزني، ‌وردګ، کندهار، هرات، بلخ، جوزجان، هلمند، تخار، بدخشان، کندز، بغلان او کاپیسا ولایتونو کې له طالبانو سره نښتې او پر ضد یې عملیات کړي دي.

خبرپاڼه وايي، په دغه جګړه او عملیاتو کې ۲۵۸ طالبان وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت وايي، په دغو نښتو کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي او دغه راز د افغانستان ملي اردو ځواکونو ۱۶ ماینونه چې د خلکو د تګ راتګ په لارو باندې ښخ شوي و شنډ کړي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي