۰
د برېتانیا د پوځ پخواني لوی درستیز:

 نړیوالو له افغانستان په وتلو تېروتنه وکړه، پرې پښېمانه به شي

یکشنبه ۱۳ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۱
په داسې حال کې، چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه په وتو دي، د برېتانیا د پوځ پخواني لوی درستیر لارډ ډېوېډ رییچرډز وايي، نړیوالو هغه هېواد ته شاه کړه، چې سترې ژمنې یې ورسره کړې وې.
 نړیوالو له افغانستان په وتلو تېروتنه وکړه، پرې پښېمانه به شي
په داسې حال کې، چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه په وتو دي، د برېتانیا د پوځ پخواني لوی درستیر لارډ ډېوېډ رییچرډز وايي، نړیوالو هغه هېواد ته شاه کړه، چې سترې ژمنې یې ورسره کړې وې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ریچرډز له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل یوه ستره تېروتنه بللې ده.

نوموړي زیاته کړې، هغه هېوادونه چې افغانستان کې ماموریت ترسره کړی له دې وروسته دې داسې سختو بریدونو ته په تمه وي لکه په ۲۰۰۱ کال کې چې په امریکا کې وشول.

دغه پخواني پوځي چارواکي په ټينګار سره ویلي، نړیوالو په تېره د ناټو غړو هېوادونو هغه هېواد ته شا کړه چې سترې ژمنې یې ورسره کړې وې.

دی وايي، نړیوالو او ناټو افغانستان په داسې یوه حالت کې پرېښود چې د کورنۍ جګړې احتمال په کې شته دی.

ریچرډز زیاته کړې، د دې احتمال شته چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه شي، بلکې پر ځای یې جګړې شدیدې کړي او د لا ډېرو سیمو د نیولو کوښښ وکړي.

د برېتانیا د پوخ پخواني لوی درستیز روان وضعیت اندېښمنوونکی بللی دی خو دا هم وایي چې نړیوالو په دې اړه دقیق فکر و نه کړ نو ځکه ښايي د سرتېرو تر وتلو وروسته دوی له خپلو پرېکړو پښېمانه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې نن په څو ساعتونو کې وروستی برېتانوي سرتېری هم له افغانستان څخه ووځي.

تر اوسه پورې المان، ایټالیا او د ناټو ځینو نورو غړو هېوادونو له افغانستان څخه خپل سرتېري ایستلي او تر راتلونکو دوه میاشتو پورې به امریکا هم خپل سرتېري وباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي