دفاع وزارت:

​​​​​​​په ۲۴ ساعتونو کې څه کم ۳۰۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

13 سرطان 1400 ساعت 10:21

ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې له افغان ځواکونو سره نښتو کې د څه کم ۳۰۰ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې له افغان ځواکونو سره نښتو کې د څه کم ۳۰۰ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د چنګاښ ۱۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې وايي، افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې طالبانو ته دغه شمېر مرګ ژوبله اړولې ده.

سرچینه زیاتوي، افغان ځواکونو ، ننګرهار، کندهار، هرات، غور، فراه، سمنګان، هلمند، بدخشان او کابل ولایتونو کې له طالبانو سره نښتې او عملیات تر سره کړي دی.

ملي دفاع وزارت وايي، په دغه نښتو او عملیاتو کې ۱۴۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲۱ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز دفاع وزرات زیته کړې، افغان ځواکونو د طالبانو له خوا په بېلا بېلو سیمو کې ۱۱ کړۍ ځای پر ځای کړي ماینونه هم کشف او شنډ کړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 140374

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140374/

جمهور
  https://www.jomhornews.com