صالح: طالبان نه شي کولی په افغانستان واکمن شي

13 سرطان 1400 ساعت 15:06

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، طالبان نه شي کولی په افغانستان واکمن شي او نه هم دومره وړتیا لري، چې حکومت وکړي.


د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، طالبان نه شي کولی په افغانستان واکمن شي او نه هم دومره وړتیا لري، چې حکومت وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن یکشنبې د چنګاښ ۱۳ مه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دوی اوس مهال د یووالي لپاره یو لوی او غوره فرصت ګوري.

نوموړي زیاته کړې، د هېواد د ګوټ ګوټ څخه خلکو خپلو ځایونو ته د افغان پوځیانو او کمانډو ځواکونو د ورلېږلو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم له سي ان ان سره مرکه کې تایید کړې، چې طالبانو یو ګڼ شمېر ولسوالۍ نیولې، خو په وینا یې دا ډله دومره پیاوړې نه ده، چې حکومت سقوط کړي.

بل خوا د کورنیو چارو وزارت هم ویلي، چې طالبان د ولسوالیو د ساتلو او حکومت کولو وړتیا نه لري او حکومتي ځواکونه له ځینو ولسوالیو په تکتیکي ډول وتلي دي، نه دا چې طالبانو سقوط کړې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 140385

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140385/

جمهور
  https://www.jomhornews.com