ننګرهار کې چاودنې ۲۰ تنه ټپیان کړي دي

24 سرطان 1400 ساعت 7:45

روغتیايي چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله د پولیسو او ملکي وګړو په ګډون ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.


روغتیايي چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله د پولیسو او ملکي وګړو په ګډون ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون سه چهارشنبې د چنګاښ ۲۳ مه د مرکز جلال آباد ښار د تلاشۍ چوک په سیمه کې شوې ده.

ځايي امنیتي چارواکي وايي، چاودنه د دویمې امنیتي حوزې د مرستیال په موټر د نښلول شوي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.

که څه هم امنیتي چارواکي د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي خو روغتیايي چارواکي وايي، چې د پېښې له ځایه دوی ته د پولیسو او ملکي وګړو په ګډون ۲۰ تنه ټپیان وروړل شوي دي.

د دغه چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 140809

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140809/

جمهور
  https://www.jomhornews.com