۰

ولسمشر غني له مارشال دوستم سره لیدلي

شنبی ۱۶ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۰۶
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خپل پخواني لومړي مرسیتال مارشال عبدالرشید دوستم سره لیدلي دي.
ولسمشر غني له مارشال دوستم سره لیدلي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خپل پخواني لومړي مرسیتال مارشال عبدالرشید دوستم سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او ښاغلي دوستم لیدنه نن شنبې د زمري ۱۶ مه شوې په کې د افغانستان په روان وضعیت خبرې اترې شوې دي.

د ارګ خبرپاڼه د دوستم له قوله ویلي، چې دی د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ولاړ دی او له خپلو خلکو او خاورې به په پرېکنده توګه دفاع وړي.

ښاغلي دوستم زیاته کړې د دې وخت رارسېدلی، چې د خپلو ځواکونو تر څنګ ودرېږي او د هېواد د امنیت د ښه کولو او له ارزښتونو څخه د دښمن پر وړاندې دفاع وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي