۰

ولسمشرغني مزارشریف ته ولاړ

چهارشنبه ۲۰ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۴
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شمال د امنیتي وضعیت د ارزګولو په موخه د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار ته رسېدلی دی.
ولسمشرغني مزارشریف ته ولاړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شمال د امنیتي وضعیت د ارزګولو په موخه د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی غني نن چهارشنبې د زمري ۲۰ مه له ورسره پلاوي سره یو ځای مزارشریف ښار ته ولاړ.

ټاکل شوې ولسمشر به د بلخ ولایت په مقام کې، د عبدالرشید دوستم، محمد محقق، عطامحمد نور، جمعه خان همدرد، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قوماندانانو او د شمال د قومي مشرانو او مخورو په حضور سره، په یوه غونډه کې د شمال امنیتي وضعیت وارزوي او په دې برخه کې لازمې پرېکړې وکړي.

سرچینې وايي، په دې غونډه کې به د افغان ځواکونو او ولسي پاڅونوالو ترمنځ د همغږۍ او د طالبانو لاسته د لوېدلو سیمې د بېرته نیولو په برخه کې پرېکړې وشي.

د یادونې ده، چې تر ولسمشر وړاندې پرون ماښام د جنبش ګوند رهبر او د ښاغلي مخکنی لومړی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم هم بلخ ولایت ته ولاړ.

سرچینې وايي، دوستم د ولسمشر غني په سپارښتنه بلخ ته تلی او کېدای شي د شمالي زون د جګړې قومانده په لاس ورکړي.

ولسمشر غني او ځینې نور سیاسي چارواکي پر داسې مهال بلخ ته ځي، چې په شمالي ولایتونو کې جګړو زور اخیستی او طالبان په تېرو څو ورځو کې توانېدلي، چې د سرپل، سمنګان، تخار، کندوز، جوزجان او بغلان  ولایتونو مرکزونه نیولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي