۰

استرالیا د افغانستان د کرکټ لوبډلې د ټسټ لوبو کوربتوب کوي

چهارشنبه ۱۰ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۷
د اسټرالیا د کرکټ بورډ وايي، په افغانستان کې له بدلونونو سره- سره به له افغان لوبډلې سره د ټېسټ لوبو د لړۍ کوربه توب وکړي.
استرالیا د افغانستان د کرکټ لوبډلې د ټسټ لوبو کوربتوب کوي
د اسټرالیا د کرکټ بورډ وايي، په افغانستان کې له بدلونونو سره- سره به له افغان لوبډلې سره د ټېسټ لوبو د لړۍ کوربه توب وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د د اسټرالیا د کرکټ ادارې یوه ویاند نن چهارشنبې د وږي ۱۰ مه اعلان وکړ چې له افغان لوبډلې سره د لوبو د دې لړۍ لپاره پر پلان کار روان دی.

دغه ویاند ویلي، په متحده عربي اماراتو کې د شل اوورېزو لوبو له نړیوال جام وروسته د اسټرالیا د تسمانیا ایالت په مرکز هوبارت کې د ټېسټ لوبې د ترسره کولو برخه کې د دواړو هېوادونو د کرکټ د مسوولو ادارو ترمنځ مثبت نظر شته.

د اسټرالیا خبري شبکې SBS د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې طالبان وايي، له اسټرالیا سره د کرکټ د دې لوبې درناوی کوي.

خو د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق دې شبکې ته ویلي چې د افغان لوبډلې سفر به د نړۍ له نورو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو په څرنګوالي پورې تړلي وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي