۰

امریکا د یو شمېر طالب مشرانو د سفر د بندیز د معافیت مودې د اوږدولو غوښتنه کړې

یکشنبه ۲۸ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۶
په داسې حال کې، چې طالبان هڅه کوي، د خپلو مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو امنیت شورا له تور لېست څخه وباسي، تازه امریکا له امنیت شورا غوښتي، چې د یو شمېر طالب مشرانو د سفر د بندیز د معافیت موده اوږده کړي.
امریکا د یو شمېر طالب مشرانو د سفر د بندیز د معافیت مودې د اوږدولو غوښتنه کړې
په داسې حال کې، چې طالبان هڅه کوي، د خپلو مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو امنیت شورا له تور لېست څخه وباسي، تازه امریکا له امنیت شورا غوښتي، چې د یو شمېر طالب مشرانو د سفر د بندیز د معافیت موده اوږده کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې فارن پالیسي خپرونې په یوه راپور کې ویلي، امریکا د ۱۴ طالب مشرانو د سفر بندیز د اوږدېدو غوښتنه کړې ده.

دغه خپرونه وايي، امریکا په داسې حال کې د طالبانو د ۱۴ مشرانو د سفر د بندیز د معافیت د اوږدېدو غوښتنه کړې چې د اکثرو طالب مشرانو د بندیز د معافیت موده سبا (د سپټمیر۲۹) پای ته رسېږي.

خو امریکا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندیز کړی، چې د طالب مشرانو د سفر د معافیت موده دې د دسمبر تر ۲۲ نېټې پورې اږده شي.

په راپور کې دا هم ویل شوي، دا معافیت طالبانو ته اجازه ورکوي چې له کنګل شویو بانکي حسابونو څخه د سفر د لګښت پیسې واخلي.

د یادونې ده، چې د طالب مشرانو د سفر په معافیت کې یوازې هغه سفرونه شاملېږي چې د افغانستان د سولې او ثبات په هدف کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي