۰

چین: نړیوال دې له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي

پنجشنبه ۱ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۹
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې د جي ۲۰ هېوادونو په انلاین غونډه کې ویلي، د دغه نړیوال بنسټ غړي هېوادونه دې له افغانستان سره خپلې بشردوستانه مرستې ډېرې کړي.
چین: نړیوال دې له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې د جي ۲۰ هېوادونو په انلاین غونډه کې ویلي، د دغه نړیوال بنسټ غړي هېوادونه دې له افغانستان سره خپلې بشردوستانه مرستې ډېرې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وانګ یې په خبره په افغانستان کې په وروستیو کې ستر تحولات رامنځ ته شوي چې له امله یې افغانان اغېزمن شوي دي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې، د نوورو نړیوالو بنسټونو تر څنګ دې د جي ۲۰ غړي هېوادونه هم له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر  یو ځل بیا پر امریکا او نورو نړیوالو غږ وکړ چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي، ځکه دا د افغانانو شتمني ده او له دې پیسو باید پر دوی د سیاسي فشار لپاره کار وا نه خیستل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي