امریکا په روسیه کې د پوځي اډې پر جوړولو جدي بحثونه پیل کړي

8 میزان 1400 ساعت 12:56

پولیټیکو خبري آژانس راپور ورکړیو چې امریکا په روسیه کې پوځي د اډې جوړولو پر موضوع جدي بحثونه پیل کړي دي.


پولیټیکو خبري آژانس راپور ورکړیو چې امریکا په روسیه کې پوځي د اډې جوړولو پر موضوع جدي بحثونه پیل کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه آژانس ویلي، په همدې تړاو د امریکا دفاع وزیر لوید اسټن له امریکايي قانون جوړونکو سره په یوه محرمانه ناسته کې خبرې کړې دي.

د امریکا دفاع وزیر په دغه ناسته کې ویلي، د بایډن حکومت له روسیې سره مذاکرات پیل کړي، چې له مخې به یې په روسیه کې نظامي اډه جوړوي او له دې اډې څخه به په افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کوي.

دغه آژانس زیاته کړې، چې په یاده ناسته کې حاضرو څو سناتورانو هم ویلي، په همدې حال کې امریکا له تاجیکستان، ازبکستان، قرقیزستان او ځینو نورو هېوادونو سره هم په خبرو بوخته ده.

د راپور له مخې د امریکا دفاع وزیر لویډ آستین او مارک میلي سناتورانو ته ویلي، په منځنۍ اسیا کې له یوې اډې څخه د استفادې موضوع په جدیت تر بحث لاندې ده.

په دې راپور کې دغه راز ویل شوي، د امریکا د مرکزي قومندانۍ قوماندان کنت مککنزي ان پر دې بحث کړی، چې یاده اډه په کوم ځای کې ګټوره ده څو په افغانستان کې ځانګړي هدفونه په نښه کړي.

د یادونې ده، چې د دې نظامي اډې د جوړلو په اړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین تر وړاندیز وروسته د روسیې او امریکا د پوځ مشرانو هم خبرې اترې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143111

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143111/

جمهور
  https://www.jomhornews.com