۰

خلیلزاد:افغانستان کې باید د نجوونو ښوونځي پرانستل شي

یکشنبه ۱۸ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۰۷
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان په ځينو ولایتونو کې د نجونو د ښوونځیو په بېرته پرانستل کېدو خوښي ښودلې ده.
خلیلزاد:افغانستان کې باید د نجوونو ښوونځي پرانستل شي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان په ځينو ولایتونو کې د نجونو د ښوونځیو په بېرته پرانستل کېدو خوښي ښودلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد په یوه ټوېټ کې غوښتنه کې کړې، چې نورو ولایتونو کې هم باید به عاجل ډول د نجونو ښوونځي پرانستل شي.

د یادونې ده، چې واک ته تر رسېدو وروسته طالبانو په ټولو ولایتونو کې د نجونو او هلکانو ښوونځي وتړل خو له لنډې مودې وروسته یې د هلکانو او تر شپږم پورې د نجونو ښوونځي بېرته پرانستل او له شپږم پورته نجونې لا هم له ښوونځي بندې وې.

اوس ویل کېږي، چې طالبانو په بلخ، سرپل، کندزو او ځينو نورو ولایتونو کې له شپږم پورته نجونو ته هم د زده کړو اجازه ورکړې، او ښوونځي پیل شوي، خو په لویو ښارونو لکه کابل، کندهار، ننګرهار او هرات کې لا هم نه دي پرانستل شوي.

طالبان وایي، دوی د نجونو د زده کړو خلاف نه دي، بلکې غواړي، چې د زده کړو لپاره یې یو منظم سیستم رامنځ ته کړي، چې پر مټ یې هغوی له هر ډول ستونزو څخه په امان وي.

بل خوا خلیلزاد د کندوز د وړمې ورځې خونړۍ برید هم په کلکه غندلی وايي، امریکا د یادې پېښې د عاملانو محاکمې ته کاږل غواړي.

خلیلزاد ویلي، افغانان حق لري، چې په سوله کې ژوند وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي