۰

پنځوس داعشیان طالبانو ته تسلیم شوي دي

دوشنبه ۳ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۳
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې پنځوس تنه داعشیان له جګړې لاس په سر او ځانونه یې د افغانستان اسلامي امارت ته تسلیم کړل.
پنځوس داعشیان طالبانو ته تسلیم شوي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې پنځوس تنه داعشیان له جګړې لاس په سر او ځانونه یې د افغانستان اسلامي امارت ته تسلیم کړل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ځايي چارواکي زیاتوي، چې دغه داعشیان د قومي مخورو په منځګړیتوب اسلامي امارت ته تسلیم شوي دي.
 
 د چارواکو په وینا تسلیم شوي داعشیان له خپلو تېرو کړنو پېښمانه دي او د ننګرهار ملي امنیت ته یې ډاډ ورکړي، چې نور به ترهګر فعالیتونه نه کوي.

په ننګرهار کې دغه شمېر داعشیان پر داسې مهال امارت ته تسلیمېږي، چې په دې وروستیو کې په دې ولایت کې چاودنې ډېرې شوې او د کابو ټولو مسوولیت داعش پر غاړه اخیستی وو.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي